Asset 1SWN

سلام وطندار

مکسیکو کې د وسله‌والو ډلو نښتو کې ۵۳ کسان وژل شوي

download

د مکسیکو د لوېدیځ سېنالوا ایالت کې د دوو وسله‌‌والو سیالیو ډلو ترمنځ د نښتو پرمهال ۵۳ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ورک دي.

چارواکي وايي چې دغه ایالت کې د وسله‌‌والو ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي هېڅ نښې نښانې نه‌لیدل کېږي. دغه ډلې د سېنالوا کارټل په نوم یادېږي چې د نشه‌يي توکو قاچاق‌وړونکې ډلې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاد تاوتریخوالی، په نښتو کې د ښکېلې یوې ډلې مشر اسماعیل اېل‌مایو زامباډا نیونې ته ورګرځي چې په امریکا کې بندي دی.

۷۴‌کلن زمباډا تور لګوي چې د کارټل یو بلې ډلې، لاس‌چپیتوس یوه جګ‌پوړي غړي، هغه وتښتاوه او بیا یې، امریکا ته وسپاره.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نښتې د روانې سپټمبر میاشتې په نهمه پیل شوي او حکومت اړ شوی چې ښوونځي، رسټورانټونه او هوټلونه وتړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام