Asset 1SWN

سلام وطندار

چیلي کې د اورلګېدنې له امله ۵۱ کسان مړه شوي

===-

چیلي کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې د ځنګلي‌اور لګېدنې له امله تراوسه ۵۱ کسان مړه شوي دي.

د دوی په وینا، د اوروژنې ډلې د ځمکې او هوا له لارې د اور مهال لپاره هڅې کوي، خو وېره شته چې د مړینې شمېرې به له دې هم لوړې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د چیلي مرکزي سیمو کې شاوخوا یو میلیون وګړي ژوندي کوي.

رویټرز خبري اژانس «یکشنبه، فبرورۍ څلورمه» په یوه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد مرکزي «وینا ډي‌مار» ښار او شاوخوا سیمې د لګېدلي اور له امله سختې ځپل شوې دي. دغه ښار د ګرځندوی او د سیلانیانو لپاره مشهوره سیمه بلل کېږي.

د چیلي د کورنیو چارو وزیرې کارولینا توها دې سیمه کې وضعیت بېړنی بللی او په وینا یې، د مړینې شمېرې به ډېرې شي. «موږ راتلونکو ساعتونو کې د مړینې لوړې شمېرې ولرو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغې له ۲۰۱۰ کال راهیسې چې د شوې زلزلې له امله ۵۰۰ کسان مړه شوي وو، د هېواد وضعیت تر ټولو بېړنی او له ناورینه ډک وباله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام