Asset 1SWN

هلمند کې ۴۰ ښوونځي جوړ او بیارغول کېږي

a99f5a99-5551-4545-bb98-f277408c1964

هلمند کې د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۴۰ ښوونځي جوړ او بیارغول کېږي.

دغه ښوونځي د تېرو جګړو پرمهال ویجاړ شوي وو او زده‌کوونکو به یې، تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کولې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد ریاست مسوولانو په وینا، د یادو شلو ښوونځیو له ډلې یوازې نوزاد ولسوالي کې د څلور ښوونځیو د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې چې لګښت یې، ۴۲میلیونه او ۲۹۶زره افغانۍ اټکل شوی دی.

د هلمند د پوهنې ریاست رییس مولوي محمدعوض انصاري وویل: «موږ د شلو ښوونځیو د ودانیو له سره رغول او شلو ښوونځیو ترمیمول پیل کړ چې شل ښوونځي به د هلمند لرې‌پرتو ولسوالیو کي له سره ورغول شي او شل ښوونځي به د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کي ترمیم کړل شي.»

نوموړي زیاته کړه: «رغول کېږي چي اوس به په یاده ولسوالي کي څلور ښوونځۍ د ۴۲میلیونو ۲۰۰ زره ۹۶ افغانیو په ارزښت سره جوړې شي، دوې په مرکز بازار په برنوزاد او یو په دوسنګ سیمو کي موقعیت لري.»

په ورته مهال د نوزاد ولسوالي اوسېدونکي له یاد اقدام څخه خوښ دي او د پوهنې ریاست څخه د کتاب او قرطاسیه ترڅنګ د نورو معیاري  ښوونیزو اسانتیاوو غوښتنه هم کوي.

حبیب الله سلام‌وطندار ته وویل: «موږ ډېر خوښ یو چې امارت دلته مکتبونه جوړوي، زموږ غوښتنه دا ده چې د کتابونو او نورو امکاناتو غم هم راته وخوړل شي.»

د نوزاد ولسوالي د یوه ښوونځي زده‌کوونکي محمدامین وویل: «خوشحاله یوو چي د ښوونځیو لپاره مو ودانۍ جوړېږي او هیله مو داده چي ښې زده کړي پکښي تر لاسه کړو.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هلمند کې د پوهنې ریاست داسې مهال د ښوونځیو د بیارغولو خبره کوي چې دغه ولایت کې ډېری ماشومان او تنګي ځوانان د ښوونځیو نشتون له امله له زده‌کړو محروم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام