Asset 1SWN

غزه کې د اسراییلو بریدونو له امله ۴۰ کسان وژل شوي

gaza

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو بریدونو له کبله ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دغه کسان تر ډېره د غزې په خان‌یونس او نورو سیمو کې د اسراییلو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

اسراییلو د مارچ ۱۸ وروسته په یوه اړخیزه توګه له حماس سره یو میاشتنی اوربند مات کړ او له هغې راهیسې یې، د غزې بېلابېلو سیمو کې مرګونو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

اسراییلو وروستیو بریدونو کې تر ډېره د بې‌ځایه شویو کمپونو کې خېمې په نښه کړي چې ډېره مرګ‌ژوبله هم ښځو او ماشومانو ته اوړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال غزه کې مرستندویه بنسټونو د سختۍ قهطۍ په اړه خبرداری ورکړی دی. دوی غوښتنه کوي چې غزه کې روانه کلابندي باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

غزه کې د اسراییلو بریدونو سربېره، دې ښار ته تلونکې ټولې لارې بندې او مرستو ته د لېږد اجازه نه‌ورکول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام