کاپیسا د غره ښوویېدو له امله د یوې کورنۍ ۴ غړو ژوند بایللی او ۵ نور ټپیان شوي.
د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فائز نن شنبه سلاموطندار ته وویل، پېښه تېره شپه د مرکز اړوند «شوخي» سیمه کې شوې چې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په مړو شویو کسانو کې دوه ښځې او دوه نارینه دي.
ویل شوي چې پېښه یو ناڅاپه د اوسېدو پر یوه کور د خاورو او د غره د یوې برخې را ښووېیدو له امله رامنځ ته شوې ده.