Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۳۸ زده‌کوونکي له کمپیوټري زده‌کړو فارغ شول

46e04133-ed06-4efa-86df-ee0601b945f2

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست اړوند د کمپیوټر روزنیز مرکز څخه ۳۸ زده‌کوونکي د ځانګړو پروګرامونو له بشپړېدو وروسته فارغ او د فراغت اسناد یې ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د لوګر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رییس مولوي مطیع‌الله عابد وویل، په دې دوره کې ۲۶ زده‌کوونکو د شپږمیاشتنۍ کمپیوټري دورې (ویندوز، ورډ، اېکسل، پاورپواینټ او انټرنېټ) زده‌کړې بشپړې کړې.

همدارنګه، ۱۲محصلان چې د میدان‌وردګ د کثیرالرشته‌يي انستیتیوت د کمپیوټر ساینس له څانګې سره د مخکېني تفاهم لیک پر بنسټ ۳۰ ورځنۍ عملي زده‌کړې ترسره کړې وې، هم فارغ شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عابد د ټکنالوجۍ د ارزښت په اړه هم خبرې وکړې او فارغان یې وهڅول چې خپلې زده‌کړې لا پیاوړې کړي.

بل‌خوا د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوی فیض‌الله جوهری علم اهمیت د ټولو لپاره حیاتي وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان له علم او مهارتونو سره تر بل هر وخت زیاتې اړتیا لري.

نوموړي د وخت د ارزښت، زده‌کړو او مسلکي پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د دې ډول پروګرامونو دوام یې اړین وباله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام