Asset 1SWN

له پاکستانه د ۳۵ ټنه خوسا کچالو د لېږد مخه نیول شوې

خوسا کچالو لېږد مخه نیول

د ننګرهار ځايي مسوولانو سلام‌وطندار ته وویل، د تورخم له لارې افغانستان ته واردېدونکي ۳۵ مټریک ټنه خوسا کچالو یې بیرته پاکستان ورګرځولي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن نن (دوشنبه، جوزا پنځمه) وویل، دغه کچالو په تورخم ښارګوټي کې د نباتي قرنطین مدیریت له لوري بې‌کیفیته او خراب تشخیص شوي او بېرته پاکستان ته ور وګرځول شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسلامي امارت مسوولانو له ټولو سوداګرو د باکیفیته محصولاتو واردولو هیله کړې، ترڅو هیوادوال له صحي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.

د یادونې ده چې له دې مخکې هم له پاکستانه په لسګونه مټریک ټنه واردېدونکي کچالو او نور  سبزیجات چې کیفیت یې خراب وه، بیرته پاکستان ته ګرځول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام