Asset 1SWN

لوګر کې د قیمتي ډبرو ۳۵ نوي کانونه کشف شوي

معدن-کرومایت-لوگر-r1l68wcza5iunymxo4rob85nsj1z117qrhox3k3638

د لوګر مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې د قیمتي ډبرو ۳۵ نوي کانونه کشف شوي.

د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي احمدالله فرقاني پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، د ۳۵ نویو کانونو په اړه مالومات او سروې بشپړه شوې او د منظورۍ لپاره کانونو وزارت ته استول شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ده وویل، دامهال لوګر کې د قیمتي ډبرو په ۵ کانونو کار روان دی او د یادو کانونو له درکه یې په تېرو پنځه میاشتو کې ۷ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي.

فرقاني زیاتوي، لوګر کې د کانونو استخراج برخه کې شاوخوا ۱۰۰۰ اوزګارو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې.

د کانونو رئیس زیاته کړه چې لوګر کې د کانونو غیر قانوني کېدنه صفر شوې او هیچا ته اجازه نه‌ورکوي چې په غیر قانوني توګه د کانونو کېدنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام