Asset 1SWN

د پکتیا حوزوي روغتون کې د یوه کال پرمهال ۳۴زره لوی او کوچني عملیاتونه شوي

پکتیا حوزوي روغتون

د پکتيا حوزوي روغتون مسولان وايي د تېر یوه کال پرمهال يې ياد روغتون کې د ۱۷ډاکټرانو پرمټ شاوخوا ۳۴زره لوی او کوچني عملياتونه کړي دي.

د پکتيا حوزوي روغتون رييس محمدنادر رحماني سلام‌وطندار ته وويل چې په ياد شمېر عملياتو کې ۴۶۰۰ لوی او پيچلي عملياتونه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دا هم وويل چې روغتون د ۱۵۰بستره څخه ۳۰۰ بسترو ته لوړ شوی، خو په وینا یې، په رسمي توګه اوس هم د ۱۵۰ بسترو امکانات ورکول کېږي.

هغه ټينګار وکړ، که روغتون ته د حوزوي روغتون په اندازه امکانات ورکړل شي، د لاډېرو ناروغانو درملنه به وکړي.

د پکتیا حوزوي روغتون يوشمېر ناروغ‌لرونکي وايي، روغتون کې درمل، د ماشومانو او جدي څارنې واټونو کې د بسترونو کموالی او د تلوېزیوني او نورو معايناتو نه‌کېدو له ستونزو سره مخ کړي دي.

صابرګل چې ناروغ یې په حوزوي روغتون کې بستر دی، وايي، روغتون کې د درملو نشتون له امله اړ دی ټول درمل له بازار واخلي او ځینې معایناتو لپاره هم خصوصي لابراتوارونو ته لېږدول کېږي.

د هغه په وینا، خلک د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله نه‌شي کولای، درمل له بازار واخلي او یا اړین معاینات په خصوصي لابراتوارونو کې وکړي.
نوموړي وویل: «زما دلته ناروغ بستر دی، درمل نشته، ټول درمل له بازار راوړم؛ تلویزیوني او ځینې نورو معایناتو ته هم بازار ته ځو، همدا د کمو امکاناتو وجه ده. دلته خلکو اقتصادي مشکلات زیات دي او نشي کولی، درمل له بازار واخلي او یا معاینات وکړي، نو عامې روغتیا ریاست باید ناروغانو شمېر ته په کتو هر څه زیات کړي.»

د عامې روغتيا رياست مسولان بيا وايي چې د روغتون ارتقا له ولايتي څخه حوزوي ته شوی، خو ارتقا يې عملي شوې نه‌ده. د عامې روغتيا رییس خيرمحمد منصور وويل چې روغتون ته ناروغانو شمېر زيات دی او د ارتقا په عملي‌کېدو سره به بسترونه او نور امکانات په روغتون کې زيات شي چې په دې سره به د ناروغانو ستونزې کمې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، د زرمت، سيدکرم، ډنډپټان، څمکنيو او احمدخېلو ولسواليو کې د روغتيايي مرکزونو ارتقاوې شوي، خو په رسمي ډول ورته پرسونل او نور امکانات لا نه‌دي، زيات شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام