Asset 1SWN

ننګرهار کې۳۳ کسان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول 

IMG-20230703-WA0094

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د خیاطۍ له حرفې څخه ۳۳ کسان فارغ او د خیاطۍ اړوند کاري وسایل پرې وېشل شوي دي.

د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو رییس فریدالله حقاني سلام‌وطندار ته ویلي چې د دې ریاست په چوکاټ کې د افغانستان يتيم پالنې موسسې  په مالي ملاتړ د جلال‌اباد ښار اوومه ناحيه کې ۳۳ کسان د خياطۍ له حرفې فارغ او د جامو ګنډلو ماشينونه او نور اړين وسايل ورکړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حقاني له نورو موسسو او خيريه بنسټونو وغوښتل چې د فني او حرفوي زده‌کړو په برخه کې خپل فعاليتونه پراخ کړي، څو دې برخه کې مسلکي او فني کارګر زیات شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په ورته مهال د افغانستان د يتيم پالنې موسسې رییس صادق ساپي د کار او ټولنیزو چارو رییس ته ډاډ ورکړ چې دوی به د فني او حرفوي  زده‌کړو په برخه کې خپل خدمات پراخه کړي او خپل فعالیتونه به د جلال‌اباد په ګډون لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام