Asset 1SWN

له طب فارغې شوې ۳۰۰۰ نجونې د «Exit» ازموینې ته په تمه دي

FpaFlLtWYAAafjr-880x587
د طب بېلابېلو برخو څخه یوشمېر فارغه شوې نجونې د روغتیايي فعالیتونو د پیلولو ازموینې ځنډېدو او د وخت نه مشخص‌کېدو له امله شکایت کوي او وايي، د دغه جواز ترلاسه کولو لپاره له شپږ ـ اووه کاله په تمه دي.
خاطره چې کابل کې ابوعلي سینا طبي پوهنتون څخه فارغه شوې وايي، د Exit ازموینې نه اخېستل، طب څخه د فارغو شویو نجونو روغتیاپالانو او ناروغانو په حق کې ظلم دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړې وویل: «له ستاژ یو یونیم کال وروسته دې ازموینې ته په تمه وم، خو په نويیمه دقیقه کې دغه موضوع لغوه شوه، په داسې حال کې چې له دلیل پرته ازموینه وځنډېده، خپل وضعیت او افغانستان کې ښځینه ناروغانو ته خواشینې یم او دغه خواشیني د هغو کسانو په زړه کې ده چې کلونه یې زحمت ویستلی دی.»

زینب او نسرین هم د ابوعلي سینا طبي پوهنتون د غاښونو برخې او معالجوي طب څخه فارغې شوي چې د روغتیايي فعالیتونو پیلولو ازموینه کې د ګډون لپاره په تمه دي.

زینب سلام‌وطندار ته وویل: «شپږ کاله مو چې پوهنتون کې زده‌کړې وکړې، ټاکل شوې وه چې ازموینه ورکړو او جواز واخلو چې خپلواک فعالیت وکړو، خو ناهیلې شو او ښځې د طب فعالیت څخه شاته ولوېدې. موږ ټولګي کې ۷۵ کسان و چې له دې ازموینې پاتې شو.»

نسرین وویل: «ښځې ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لري، موږ خپله روغتون کې کار کوو او ښځې موږ ته په راحتۍ خپلې ستونزې شریکوي. موږ چمتووالی نیولی او نېکه انګېزه مو درلوده چې دا ازموینه به له موږ واخیستل شي، که دا ازموینه له موږ نه اخیستل کېږي، بې‌برخلیکه وضعیت سره مخ کېږو.»

له دې سره، د افغانستان د طبي شورا لوړپوړی سلاکار احمدشاه شکوهمند وايي، د طب بېلابېلو برخو څخه له فارغه شویو نجونو د ازموینې اخیستو کړن‌لاره تراوسه د اسلامي امارت د چارواکو له‌خوا نه ده تایید شوې.

احمدشاه‌ شکوهمند وویل: «د افغانستان طبي شورا د دې لپاره چې د اسلامي امارت پالیسي رعایت شي یو طرزالعمل یې ترتیب کړی او د افغانستان طبي شورا ریاست له‌خوا منظور شوی او عالیې مراجع ته لېږدول شوی و د هغوی منظورۍ ته په تمه یوو. لس‌زره کسانو دې ازموینې ته نوملیکنه کړې وه چې له ډلې یې ۳۰۰۰ ښځې دي.»

دا په داسې مهال دی چې د افغانستان لرې پرتو سیمو کې د ښځینه روغتیاپالانو کمښت او نه‌شتون تل روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې ښځې له ستونزو سره مخ کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د طب پوهنځي بېلابېلو برخو څخه له فارغه شویو ځوانانو د روغتیايي فعالیتونو پیلولو ازموینه یا «Exit Exam» شاوخوا لس ورځې وړاندې اخیستل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام