د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وایي، یاد کسان د کابل په «آغوش» کمپ کې د شپږ میاشتني مسلکي روزنیز پروګرام تر بشپړولو وروسته فارغ شوي دي.
د دې وزارت د کار مرستیال، محمدزاهد احمدزی، وایي چې دغو کسانو په تېرو شپږو میاشتو کې په بېلابېلو برخو لکه بیکدوزي، بوټکنډلو، خیاطي، د برښنا مزو غځولو او د برقي وسایلو ترمیم برخو کې زدهکړې ترلاسه کړې دي.
هغه زیاته کړه: «۳۰۰ هغه معتادین چې مخکې ناامیده وو او د خپلو کورنیو پر اوږو بار وو، نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري فارغېږي او د کار او کسب خاوندان کېږي.»
بلخوا، د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ملکي مرستیال، عبدالرحمن قاسمي چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل چې په افغانستان کې د نشهيي توکو د اعتیاد کچه لوړه ده.
هغه وویل: «په نړۍ کې له هر ۱۰۰ کسانو څخه ۶ تنه په نشهيي توکو معتاد دي، خو له بده مرغه په افغانستان کې دا شمېر زیات دی او له هر ۱۰۰ کسانو څخه ۱۰ تنه معتاد دي. اسلامي امارت ژمن دی چې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه وکړي او دا ستونزه راکمه کړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
محمدهاشم چې یو له دغو فارغانو څخه دی او د برقي وسایلو د ترمیم په برخه کې یې زدهکړې کړې دي، له حکومت څخه د کار د وسایلو غوښتنه وکړه.
هغه وویل: «موږ دلته د برېښنا د وسایلو ترمیم زدهکړې او کولای شو خپلو کورنیو ته حلاله روزي پیدا کړو. خو موږ له اقتصادي پلوه کمزوري یو، نو غوښتنه مو دا ده چې زموږ ملاتړ وشي او د کار وسایل راکړل شي، څو وکولای شو د همدې لارې عاید ترلاسه کړو.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو څو کلونو کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۰زره او ۵۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې او د دې وزارت په مرکزونو کې له مسلکي زده کړو برخمن شوي دي.