د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۳۰ کانونه تثبیت شوې دي.
د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست رییس مولوي نقیبالله احمدفرقاني پلعلم کې خبریالانو ته وویل، لوګر کې د وروستیو څېړنو له مخې، ۳۰ کانونه ثبیت شوي چې له ډلې یې د دوه کانونو عملي استخراج چارې هم پيل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، یاد کانونو کې مس، کرومایټ، نفرایټ، تالک، ازبست، کلیست، ابرک او د قیمتي ډبرو یوشمېر نور مهم کانونه شامل دي.
فرقاني زیاته کړه، په نوي کال کې هم د لوګر په مرکز پلعلم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې شته کانونه د قانوني استخراج په پار داوطلبۍ ته سپارل کېږي چې په یادو کانونو کې به لسګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شي.
لوګر کانونو رییس وایي روان کال یې د دغه ولایت له کانونو درک شاوخوا ۲۲۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي او د حکومت خزانې ته یې جمعه کړي دي.
د ده په وینا، د ا.ا حکومت له راتګ سره سم په لوګر ولایت کې د قانوني غیرې قانوني استخراج بشپړ مخنیوی شوی ده او که چیرې په دې تړاو په کومه سیمه کې څوک ونیول شي چې غیرې قانوني استخراج ترسره کوي قانون ته به وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی و چې د لوګر مرکز پل علم ښار اړوند په «التمور» سیمه کې د څه باندې سل میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۰۰ ټنو په ظرفیت د سمېنټو د تولید فابریکه هم جوړیږي.