Asset 1SWN

پکتيا کې د واورې اورښت له امله د برښنا ۳۰ ستنې چپه شوي

8aab8d9a-a17a-4dda-98cd-bddd9f9b6df4

د پکتيا برښنا رياست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې بېګاه شپه د واورې اورښت له امله د برښنا شاوخوا ۳۰ستنې چپه شوي دي.

د پکتيا برښنا رياست د تخنيکي او عملياتي چارو مدير انجینیر عبدالرحمن نن چهارشنبه، کب اتمه، سلام‌وطندار ته وويل چې د مرکز ګردېز ښار بلندمنزلو او شاوخوا نورو سيمو کې د دولتي برښنا ځينې پايې چپه شوي چې د شاوخوا ۲۵۰۰ کورنيو دولتي برښنا هم پرې شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وويل: «بېګاه واورې اورښت له امله تر ۱۲۰ پورې برښنا پايې زيانمنې شوي او تر ۳۰ پورې چپه شوې دي. ځينې ځايونو کې کيبل شکېدلي، شارټي هم رامنځته شوې. موږ هڅه کوو چې بېرته برښنا عادي حالت ته راولو، تقريبا تر ۲۵۰۰ کورنيو برښنا پرې شوې.»

د مرکز ګردېز ښار يوشمېر اوسېدونکي هم وايي چې بېګاه شپې راهيسې یې، د کورونو برښنا پرې شوې ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوی غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دې برښنا رياست ياده ستونزه حل کړي او برښنا دې بېرته وصل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام