ځايي مسوولان وايي، د بدخشان اشکاشم ولسوالي کې د بیروج قیمتي ډبرو کان نړېدو په دلیل دریو کانکیندونکو ژوند بایللی.
د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست کې طبیعي پېښو ته د رسېدو امر محمد کامګار وايي، پېښه تېر ماښام د اشکاشم ولسوالي«سفیداورینګ» سیمه کې شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ده وویل، کان کیدونکو په غیرحرفهيي توګه کیندنې کولې چې کان پرې نړېدلی او تر خاورو لاندې شوي دي.
د یادونې ده چې دې وروستیو کې بدخشان کې ګڼ شمېر ځوانانو په خپلسره او غیرحرفهيي ډول د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو استخراج ته مخه کړې چې ګڼو مواردو کې د کانونو نړېدو په دلیل هغوی ته مرګژوبله اوښتې ده.