د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر نن جمعه ویلي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې اورښتونو او سېلابونو له امله ۳ کسان شهيدان او ۶ نور ټپيان شوي.
همدارنګه د ورښتونو له امله ګڼو کورنيو ته مالي زیانونه رسېدلي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر زیاته کړې چې د جلالاباد ښار اتمه ناحیه کې د يو کور چت نړېدو له امله هم دوه ماشومان شهيدان او پنځه تنه ټپیان شوي دي.
دې سره، پکتيا کې هم د تېرې شپې ورښتونو ولسونو ته زیانونه اړولي.
د پکتيا ولايت مقام وياند محمد رسول احمدي ویلي، يو شمېر سیمو کې چې د سېلابونو له امله یې لارې بندې شوي د پرانیستلو هڅې یې پیل شوي.
د احمدخيل، څمکني او ډنډپټان ولسواليو اوسيدونکو ویلي، د سختو ورښتونو له امله یې ډېری کرنيز فصلونه خراب شوي دي.