Asset 1SWN

سلام وطندار

کاپیسا کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه؛ ۳ کسان وژل شوي

کاپیسا

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله ۳ کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

د دغه ولایت د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فائز نن (پنجشنه، سرطان ۱۲) سلام‌وطندار ته وویل، پېښه تېره ورځ د کاپيسا د مرکز «جنګل نواباد» سیمه کې شوې.

وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او دوه نارینه شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، دغه درې کسان د کلاشینکوف په ډزو وژل شوي او قاتل له سیمې تښتېدلی، خو امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو د قاتل پلار نیولی او د هغه د نیولو هڅې هم روانې دي.

ناموسي او لفظي شخړه د دغې پېښې لامل بلل کیږي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوي چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام