Asset 1SWN

سلام وطندار

د حماس او اسراییلو جګړه کې ۲۹ خبریالان وژل شوي

000_33YU3FA

له هغه وخت راهیسې چې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، د ملکیانو ترڅنګ لسګونه خبریالانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه «CPJ» وايي چې د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې له پیله تراوسه ۲۹ خبریالان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې کمېټې له لوري پرون جمعه د اکتوبر ۲۷مه په خپور شوي راپور کې همداراز راغلي چې دې موده کې نهه خبریالان ورک شوي او یا هم بندیان شوې دي.

راپور زیاتوي چې وژل شویو خبریالانو کې ۲۴ فلسطیني، څلور اسراییلي او یو خبریال هم د لبنان دی چې بېلابېلو رسنیو ته به یې د جګړې راپورونه چمتو کول.

دې کمېټې ویلي، ځینې داسې نور ناتایید شوي راپورونه هم ورسېدلي چې دې موده کې خبریالان وژل شوي، لادرکه شوي او د خبریالانو بنسټونو او کورونو ته هم زیانونه اوښتي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې «CPJ» پر خپل وېب‌سایټ د هغو خبریالانو نومونه هم خپاره کړي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه کې وژل شوي او ټپیان شوې دي.

بل‌خوا اسراییل وايي، پر غزې د دوی د هوايي بریدونو له امله د خبریالانو د خوندیتوب ضمانت نه‌شي کولای.

رویټرز خبري اژانس نن شنبه د اکتوبر ۲۸مه د اسراییلو د پوځ له قوله راپور ورکړی چې غزه کې د هوايي بریدونو او نښتو له امله د یاد اژنس او نورو رسنیو د خبریالانو د خوندیتوب ضمانت نه‌شي ورکولای.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیله تراوسه له دواړو لوریو څه باندې ۸۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام