د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د تېرې وري میاشتې پرمهال د اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ۲۸کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوې دي.
د مسوولانو په وینا، د سېلابونو ترڅنګ، توپانونو، ږلۍ او تالندې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د امنیه قومنداني ویاند عزتالله حقاني سلاموطندار ته وایې چې د سېلابونو له کبله ۵۷۴۷ کورونه، ۳۵۷ دوکانونه، ۲۶۳ د ویالو کوچني بندونه، ۵ روغتیايي مرکزونه، ۱۶۶پلونه، ۶۹۳ کارېزونه او ۴۸۲ سړکونه ویجاړ شوې دي.
د نوموړي په وینا، ۲۴مدرسې، ۱۰۷مسجدونه، ۲۹۰۴۶لمریزې تختې او نور زیانونه اړولې دي. همداراز ۷۹۳ څاروي او ۸۵ څاروي ورک شوې دي.
د هلمند د امنیه قومنداني ویاند عزتالله حقاني زیاتوي چې د وروستیو سېلابونو پرمهال د امنیتي ځواکونو له لوري په سلګونه ملکیان ژغورل شوي او خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
د روانې غويي میاشتې له پیله هم دغه ولایت کې اورښتونه پیل شوي او لاهم روان دي چې تراوسه د سېلابونو راوتلو او له امله یې، د اوښتو زیانونو په اړه معلومات په لاس کې نشته.