Asset 1SWN

سلام وطندار

په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان پر فضا ۲۶۰ الوتکې تېرېږي

Afghanistan-aviation-1280x720

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، د یوې شپې او ورځې پرمهال د افغانستان پر فضا نږدې ۲۶۰ الوتنې کېږي.

د یاد وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وویل، پخوا د افغانستان پر فضا له ۱۱۰ څخه تر ۱۲۰ پورې الوتنو، الوتکې کولې، خو اوس یې، شمېر ډېر شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د افغانستان له فضا د ملکي الوتنو شمېر ډېر شوی. له دې وړاندې ۲۴ ساعتونو کې له ۱۱۰ تر ۱۲۰ الوتنې وې، اوس ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۰ تر ۲۶۵ الوتنې چې د بېلابېلو شرکتونو اړوند دي، د افغانستان له فضا تېرېږي.»

تېره ورځ رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ چې منځني ختیځ په ځانګړې توګه ایران او اسراییل کې د وضعیت په ترینګلي کېدو سره، سترو نړیوالو هوايي شرکتونو د بدیل غوراوي په توګه د افغانستان فضا ته مخه کړې.

راپور کې ویل شوي چې د روانې میلادي میاشتې په دویمه اوونۍ کې د تېرکال د ورته مودې په پرتله د افغانستان له فضاد د الوتنو کچه ۷ برابره لوړه شوې.

له دې سره د چاروکارپوهان د ملکي الوتنو په موخه د افغانستان له فضا د استفادې زیاتېدل، د هېواد په ګټه بولي او دې برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کوي.

د امنیتي او سیاسي مسایلو کارپوه عزیز ستانکزي وویل: «ټرانسپورټي الوتکو چې پخوا به یې، د منځني‌ختیځ پر فضا الوتنې کولې، اوس د افغانستان له فضا ګټه اخلي چې دا د هېواد لپاره ګټوره ده، ځکه د دې الوتکو تېرېدو له امله موږ حق‌العبور اخلوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سرپرست حکومت له بیاواکمنېدو راهیسې او د هوايي حریم کنټرول په برخه کې له ستونزو وروسته، د افغانستان پر فضا الوتنې د پام وړ کمې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام