د میدانوردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالي کې له شاوخواه ۲۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د میدانوردګ د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي وحیدالله راشد سلاموطندار ته وویل، د یاد ریاست تر څارنې لاندې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (NECDO) موسسې په تخنیکي همکاري په نرخ ولسوالي کې له شاوخوا ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکې توکو مرسته شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همدارنګه زیاته کړه چې هري کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۴.۵۵ ليټره غوړي، (۶.۲۵) کيلودال، د ماشومانو د خوارځواکۍ او سوپرسریال توکي ووېشل شول.
اړې او بېوزله کورنۍ هم خوښې دي چې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له خوا د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ یې د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې، خو ټینګار کوي چې یادې مرستې دې په دوامداره توګه په بې وزله او اړو کورنیو وویشل شي.