Asset 1SWN

بلخ څخه اوزبیکستان ته ۲۵۰ ټُنه کچالو صادر شوي

کچالو-1041x570

بلخ کې چارواکي وايي چې له دغه ولایت څخه د لومړي ځل لپاره د فومېکېشن له لګښت پرته اوزبیکستان ته ۲۵۰ ټُنه کچالو صادر شوي دي.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۵۰ ټُنه کچالو په لسو باروړونکو موټرو کې پرون سه‌شنبه، وږي ۲۷مه د حیرتان بندر له لارې اوزبیکستان ته لېږدول شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، افغان سوداګرو څخه د ملاتړ او اسانتیاوې رامنځته کېدو په موخه سرپرست حکومت پر هغو سوداګریزو توکي د فومېکېشن لګښت معاف کړی چې ګډ بازار ته لېږدول کېږي.

له دې وړاندې به سوداګرو د سوداګریزو توکو فوموګېشن لپاره له ۱۲ تر ۱۵زره افغانۍ ورکولې.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول اسدالله اسدي د مسوولانو له همکارۍ د مننې ترڅنګ، وايي، د صادراتو د لېږد زیاتوالی کولاي شي، د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي او ځان‌بسیاینې کې اغېزمنه ثابته شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا مهال له افغانستان څخه اوزبیکستان ته له تازه او وچې مېوې سربېره، زعفران، دیک‌بُخار او نور توکي هم صادرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام