د اسټرالیا ویاړلی سرتېری افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی

فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د استرالیا یو پخوانی ځانګړی سرتېری، رابرتزسمېت، افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی دی.

د راپور له مخې، نوموړی د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال د یوشمېر وژنو په لړۍ تورن دی.

د ټرمپ د لرې کولو هڅې؛ «ټرمپ به د هېواد او نړۍ لپاره تور داغ پاتې شي»

یوشمېر قانون جوړونکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لرې‌کېدو لپاره د یاد هېواد د اساسي قانون د ۲۵م متمم «اصلاحیه» د تعدیل د کارولو غوښتنه کړې ده. دغه تعدیل هغه مهال د واک د لېږد زمینه برابروي، کله چې ولسمشر د خپلې دندې د ترسره کولو وړتیا له لاسه ورکړي.

سیرندیم: د یوټیوب د ویډیوګانو پرمټ مې ۴۰۰۰ ګلان روزلي

د پسرلي په رارسېدو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګلانو او بوټو بازار بیا تازه رنګ اخیستی دی. هغه ځوانان چې له کلونو راهیسې یا د نوې لارې په توګه دې برخې ته راګرځېدلي، وايي چې په دې موسم کې یې کاروبار ښه شوی او عایدات یې زیات شوي دي.

د کابل ـ جلال‌اباد او سالنګ لویې‌لارې لا هم د ټرافیکو پرمخ تړلي دي

د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي چې د کابل ـ جلال‌اباد او سالنګونو لویې‌لارې لا هم د تګ را تګ پرمخ تړلي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس نن سه‌شنبه د حمل ۱۸ / اپرېل ۷ ویلي، د سالنګ لار دوامدارې واورې ورېدو، توفان او پرلپسې برف کوچونو او همدارنګه د کابل ـ جلال‌آباد ‌لار د پرله‌پسې غرښوویېدنې له امله، د ټرافیکو پرمخ تړلي دي.

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۱۰ کسانو ژوند بایللی

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییل تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

الجزیرې خبري شبکې نن سه‌شنبه حمل ۱۸ / اپرېل ۷ راپور ورکړی چې اسراییل تېره ورځ د غزې په مرکز کې د المغازي کډوالو کمپ ته څېرمه سیمه په نښه کړې.