د زونونو په کچه د «میرویس نیکه» درې ورځنۍ سیالي پیلېږي

ټاکل شوې چې د روان میلادي کال راتلونکې اپرېل میاشت په دویمه نېټه د زونونو په کچه شپږم پړاو میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن سه‌شنبه، وري پنځمه، دغه سیالي به د یادې میاشتې تر شلمې نېټې پورې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پنځه زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

لوګر کې ۲۰ ټرافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او ۲۳ ټپیان دي

د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې د کوچني اختر په شپو ورځو کې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، یوشمېر ولسوالیو او د کابل–ګردېز پر لویه لاره ۲۰ بېلابېلې ترافیکي پېښې رامنځته شوي چې له امله یې ۲۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ایران او حزب‌الله د اسراییلو مرکزي سیمې په نښه کړي

پر اسراییلو د ایران او حزب‌الله ډلې توغندیز بریدونه تر ډېره د اسراییل سوېلي سیمې په نښه کوي، خو تازه رسنیو راپور ورکړی چې یوشمېر توغندي په مرکزي سیمو هم لګېدلي دي.

حزب‌الله ډلې هم د ایران له توغندیزو بریدونو سره جوخت پر اسراییلو خپل راکېټي بریدونه کړي او شمالي سیمې یې په نښه کړي دي.

د نري رنځ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې د ۵۰زره ناروغانو درملنه شوې

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان څانګې د توبرکلوز «نري رنځ» د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې له ۵۰زرو څخه زیات د دې ناروغۍ، د ناروغانو درملنه یې کړې ده.

یادې ادارې نن سه‌شنبه، د وري څلورمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ناروغان د تېر میلادي کال پرمهال تشخیص او درملنه یې شوې.

منځني ختیځ کې جګړه؛ یونېسف: تراوسه ۲۱۰۰ ماشومان وژل شوي

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف اعلان کړی چې د منځني ختیځ د جګړو له پیل راهیسې تراوسه له ۲۱۰۰ څخه زیات ماشومان وژل شوي او یا ټپیان دي.

یاد سازمان نن سه‌شنبه د مارچ ۲۴مه راپور ورکړی چې په دې موده کې ۲۰۶ ماشومان په ایران، ۱۱۸ ماشومان په لبنان، څلور ماشومان په اسراییل او یو ماشوم په کویت کې وژل شوي دي.

کولمبیا کې د الوتکې لوېدو له کبله ۳۴ کسان وژل شوي

په کولمبیا کې د پوځ یوه الوتکه له الوتنې لږ وروسته غورځېدلې چې له امله یې لږترلږه ۳۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د یاد هېواد د دفاع وزیر پېدرو سانچېز ویلي چې دا «غمجنه پېښه» د هېواد په سوېل کې د پورتولېګیوسامو په سیمه کې رامنځته شوې چې د پوتومايو ولایت پورې اړه لري. دغه سیمه د پېرو او اکوادور سره پوله لري.

اسراییلو ته په دوو کلونو کې ۵۷ میلیارد ډالره زیان اوښتی

د بلومبرګ د راپور له مخې چې دوشنبه، د مارچ ۲۳مه خپور شوی، د اسراییل مرکزي بانک ویلي چې د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو پورې اقتصادي زیان یې، د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۸.۶ سلنه جوړوي. دا زیانونه تر ډېره د غزې په جګړه او له لبنان سره په نښتو پورې تړاو لري.