
رسنیز فعالان: محدودیتونو د رسنیو د محتوا په کیفیت منفي اغېز کړی
د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې سره هممهاله، یوشمېر خبریالان او د رسنیو مسوولان وايي، محدودیتونو او د حکومتي مسوولانو له لوري د لومړي لاس اطلاعاتو نهشریک کولو، د رسنیو د محتوا پر کمیت او کیفیت منفي اغېز کړی.
د دوی په وینا، د مسوولانو له لوري د لومړي لاس اطلاعاتو نهشریک کېدو په دلیل یې زیاتره راپورونه له خپرېدو پاتې کیږي.










