د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت له امله تړل شوې

د تولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت او توپان له امله د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن یکشنبه، مرغومې ۳۰مه سلام‌وطندار ته وویل چې دا مهال سالنګونو کې واوره او توپان روان دی او د سهار له درېوو بجو لاره تړل شوې.

خوست  کې د ۱۸۵زره ډالرو په لګښت د «والېبال جمنازیوم» جوړ شوی

خوست ښار لوېدیځ لور ته د ازادۍ مېنې په ښارګوټي کې د یوه پانګه‌وال له لوري د ۱۸۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د والېبال معیاري جمنازیوم جوړ شوی دی.

ياد پانګه‌وال اسماعیل سالار وایي، دا چې دغه ولايت کې د والیبال لوبغاړي او مینوال خورا زیات دي او تر دې دمه د یادې لوبې لپاره معیاري لوبغالي نه‌وو، نو په همدې موخه يې دغه جمنازیم جوړ کړ.

روزګان کې په ۲۹ میلیونه افغانۍ جوړ شوی پُل پرانېستل شو

د روزګان په ګېزاب ولسوالي کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی پُل ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د روزګان د ټولګټو رییس مولوي ادم خان نعماني وایي، دغه پُل ۱۱۰ متره اوږدوالی او ۹.۴ متره پلنوالی لري او په وینا یې، د دې پروژې بشپړېدل، د دواړو ولایتونو لپاره یو مهم پرمختګ دی.

د واورې ورښت له امله له دوو ولایتونو سره د غور لویې لارې تړل شوي

د غور محلي مسوولان وايي چې د بېګاه شپې واورې ورښت له امله د غور-کابل او غور-هرات لویې لارې د ټرافیک پرمخ وتړل شوې.

د یاد ولایت د ټولګټو رییس عبدالکریم ابوشعیب وايي: «د غور-کابل لویه لاره د بامیان د بکک بند سیمه او د غور-هرات لویه لاره د بېګاه شپې سختې واورې له امله د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.»

هلمند کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي له‌منځه وړل شوي

د هلمند امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي او له‌منځه وړل شوي دي.

د دوی په وینا، یاد نشه‌يي توکي د بهرامچې، ګرشک، سنګین، باغران او خانشین ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

ستانکزی: مشران دې هېواد کې د ټولو پرمخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي

د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د سرپرست حکومت مشران دې هېواد کې د ټولو پرمخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي.

نوموړي دغه څرګندونې شنبه، مرغومې ۲۹مه خوست کې د دستاربندۍ مراسمو کې د وینا پرمهال کړې دي.