افغانستان نړيوال جام کې پي‌اېن‌جي ته ماته ورکړه

د شل اووره سياليو نړيوال جام ګروپ پړاو لوبو په لړ کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پي‌اېن‌جي ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.

افغانستان په دې بريا سره د روان شل اووره نړېوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته هم لاره پيدا کړه.

هبت‌الله اخوند‌زاده: د شریعت په چوکاټ کې نړۍ سره سیاسي اړیکو غواړو

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوند‌زاده «جمعه، غبرګولي ۲۵مه» د لوی اختر په مناسبت اختریز پیغام کې ویلي چې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه «اسلامي هېوادونو سره د اسلامي شریعت چوکاټ» کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

امریکا نړیوال جام کې نن ایرلنډ سره لوبه کوي

د امریکا کرېکټ ملي لوبډله د شل اووره سیالیو نړیوال جام د ګروپ پړاو لوبو په ترڅ کې نن ماښام له ایرلنډ سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه به نن جمعه، جون ۱۴مه د افغانستان پر وخت، ۷ بجې د لاوډر‌هېل د ټرف‌ګراونډ «سنټرل برووارډ رېشن پارک» لوبغالي کې ترسره شي.

پکتيا کې د کانګو ناروغي له امله يوې ۲۵ کلنې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی

د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسولان وايي، د دغه ولايت څمکنيو ولسوالي کې يوه ۲۵‌کلنه مېرمن پر کانګو ناروغۍ تر اخته‌کېدو وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پکتيا عامې روغتيا رييس خيرمحمد منصور وويل چې ياده مېرمن روغتون ته پر وخت د نه‌رسېدو له امله مړه شوې.

د یوناما سیاسي مرستیال میدان‌وردګ ته تللی

د افغانستان لپاره د یوناما دفتر سیاسي مرستیال او ورسره مل پلاوي یې میدان‌وردګ ته سفر کړی او د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او محلي چارواکو سره یې لیدلي دي.

جوړې غونډې ته د میدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیب‌الله مجاهد وویل، د ا.ا له راتګ وروسته په دغه ولایت کې د غږیزو او چاپيزو رسنیو فعالیت غوړیدلی او د محلي رسنیو او ژورنالیستانو ډېری ستونزې هوارې شوي دي.