سبا ۱۱،۲ میلیونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو بهیر پیلېږي

د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ له منځه وړلو د عملیاتي مرکز مسوول عبدالقدوس بریالی وايي، د دوشنبې په ورځ به په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین څلورورځنی کمپاین پیل شي.
هغه وویل، په دغه څلور ورځني کمپاین کې به په ټولو ولایتونو کې ۱۱،۲ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم وي، واکسین شي.

د هرات د والي مرستیال: ګذره ولسوالي کې مو پر جومات د برید عاملان ونیول

د هرات د والي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي د غبرګولي په دیارلسمه، د شنبې ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې په دغه ولایت کې د یوشمېر هغو داعشیانو د نیول کېدو خبر ورکړی چې نږدې یوه میاشت مخکې یې د هرات په ګذره ولسوالي کې شوی برید پلان کړی و.

د روسیې دفاع وزیر: د اوکراین ۸۸۰ کیلومټره مربع خاوره مو نیولې

د روسیې دفاع وزیر انډري بلوسف ادعا کړې چې د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې د اوکراین ۸۸۰ کیلومټره مربع خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

د بلوسف په وینا، تېره مې میاشت کې هم د روسي ځواکونو د ناڅاپي بریدونو له امله د اوکراین شمال‌ختیځ کې د دغه هېواد سرتېرو نږدې لس کیلومټره شاتګ وکړ.

بهرنیو چارو وزارت: ایران کې د پخواني افغان قونسل لاسلیک نور اعتبار نه‌لري

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران په مشهد ښار کې یې افغان جنرل قونسل «عبدالجبار انصار» له دندې ګوښه کړی او لاسلیک یې اعتبار نه‌لري.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې نوموړی د ریاست‌الوزرا د حکم پر بنسټ له دندې ګوښه او کابل ته غوښتل شوی دی.

هرات کې څلور سترې اقتصادي پروژې پیلېږي

هرات کې د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت دا مهال له ۲۶کانونو د استخراج چارې روانې دي چې نږدې راتلونکې کې به څلور نورې سترې پروژې هم پیل شي.

د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د تفتیش امر عنایت‌الله امیني وايي، نږدې راتلونکې کې به څلور پروژې له هغې ډلې، د سمنټونو پروژه، د غوریان اوسپنې کان بلاکونو، د پشتون زرغون اوسپنې کان او د ډبرو سکرو اړوند پروژې پرانېستل شي.

امریکا شل اووره نړیوال جام په بریا پیل کړ

د امریکا کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴کال شل اووره سیالیو نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې کاناډا ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.

د ۲۰۲۴کال شل اووره سیالیو نړیوال جام د امریکا او وېسټ‌انډیز په کوربه‌توب نن یکشنبه، جون دویمه په رسمي توګه پیل شوې.