د فاریاب قیصار ولسوالي بڼوال: د ممیزو بیه ۴۰سلنه لوېدلې

د فاریاب د قیصار ولسوالي یو‌شمېر بڼوال سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د تېر کال سخت ژمي او سږکال وچکالي له امله د ممیزو حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. د دوی په وینا، د ممیزو بیې هم ۴۰سلنه رالوېدلې دي.

د قیصار ولسوالي بڼوال محمدنبي وویل، تېر کال یو من تور ممیز په ۱۲۰۰ افغانۍ پلورل کېدل؛ خو سږکال یې بیه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې.

د روزګان والي صرافانو ته: د مشرتابه د حکم پلي‌‌کول در باندې واجب دی

د روزګان ولایت والي محمد علي جان احمد دغه ولایت کې له صرافانو او پانګه‌والو سره د یوې ناستې پر مهال ویلي چې د مشرتابه د حکمونو او فرمانونو پلي‌ کول در باندې واجب دي.

د نوموړي په وینا، هغه فرمانونه چې د مشرتابه او مسوولانو له لوري ورکول کېږي، خلک باید لومړیتوب ورکړي.

خوست کې د هیموفیلیا ناروغي د درملنې لومړنی مرکز پرانېستل شو

د افغانستان د وینې ملي بانک مسولان وايي چې خوست کې یې د هیموفیلیا ناروغانو د درملنې لپاره لومړنی مرکز جوړ او پرانېستی دی.

د وینې ملي بانک عمومي رييس محمدناصر صادق په وینا، دغه مرکز د اړتیا وړ پر ټولو تجهیزاتو سمبال دی او د هیموفیلیا ناروغانو درملنه به په‌کې کېږي.

پکتیکا کې پر راستنو شویو کورنیو ژمنۍ جامې ووېشل شوې

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت ته له پاکستانه پر بېرته راستنېدونکو افغانانو او بې‌سرپناه کورنیو باندې یې ژمنۍ جامې او نور توکي وېشلې دي.

دغه مرسته د یونېسف په مالي ملاتړ او د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په همغږۍ وېشل شوې دي.

میدان‌وردګ کې ۱۰ پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د میدان‌وردګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان/FAO په مالي لګښت د راتلوونکو نسلونو موسسې/FGA په تخنیکي همکاري په سیداباد ولسوالي کې کرنې اړوند ۱۰ پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

روغتیا نړیوال سازمان راستنېدونکو افغانانو ته د ۱۰میلیونه ډالرو مرستې غږ کړی

د روغتیا نړیوال سازمان له پاکستان څخه په زور او په خپله خوښه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د څه باندې لس میلیونه ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې.

روغتیا نړیوال سازمان پر اېکس لیکلي، تمه ده چې له پاکستان څخه ۱،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شي چې د دې سازمان په وینا، دغه هېواد د ناروغیو خپرېدو ترڅنګ له لویو روغتیايي ګواښونو سره مخ دی.

د کابل-کندهار لویې لارې رغېدنه؛ مسافر او موټرچلوونکي: سفر ستړی کوونکی دی

محمدجمشید له څلور ساعته سفر وروسته تازه د غزني د موټرو تم‌ځای ته رسېدلی دی. د سفر ستړیا یې له څېرې معلومېږي.

هغه وايي، له غزني څخه کابل ته سفر له ستړیاوو او انتظار ډک او ستونزمن شوی دی. محمدجمشید د کابل-کندهار لویې لارې د بیارغونې چارو له امله مسافر وړونکي موټر اړ دي چې پر خامو لارو تګ‌راتګ وکړي.