کابل کې د رواني روغتیا روغتون ته هره ورځ ۲۵۰ ناروغان مراجعه کوي
کابل کې د رواني ناروغیو د تخصصي روغتون مسوولان وايي، دغه روغتون ته د مراجعهکوونکو په شمېر کې ۴۲سلنه زیاتوالی راغلی دی.
کابل کې د رواني ناروغیو د تخصصي روغتون مسوولان وايي، دغه روغتون ته د مراجعهکوونکو په شمېر کې ۴۲سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د فاریاب د میمنې ښار یوشمېر کارګر وايي چې له وزګارتیا پوزې ته راغلي او بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دغه کارګر سلاموطندار ته وايي، له سهار تر ماښامه د میمنې ښار څلور لارو کې په دې تمه ولاړ وي چې څوک به یې د کار کولو لپاره بوځي. خو په وینا یې، ډېری وخت تش لاسونه کور ته ستنېږي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پلعلم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
دغه نندارتون چې نن پنجشنبه د لړم څلورمه جوړ شوی زرګونه ټوکه د مطالعې بېلابېل کتابونه پهکې نندارې ته کېښودل شوې دي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په ټوله نړۍ کې به سږکال د ریکارډ په کچه د بېځایه شویو کسانو شمېر له ۱۱۴ میلیونه څخه واوړي.
د یاد سازمان په وینا، دغه شمېر بېځایه شوي د شخړو په حل کې د نړیوالې ټولنې پاتې راتلل په ګوته کوي.
د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله چې د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې ښه نهده ځلېدلې، نن د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې یاده لوبه نن پنجشنبه د اکتوبر ۲۶مه د هند د «اېم چیناسوامي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د امریکا په «ماېن ایالت» کې د یوه وسلهوالو کس په ډزو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. چارواکو په برید کې د وژل شویو کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه وېره ښودلې.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون