متقي دراني ته: امنیتي ستونزې دې د ګډې کمېټې لهخوا حل شي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصفخان دراني سره لیدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو امنیتي ستونزې دې د یوې ګډې کمېټې له لوري هوارې شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصفخان دراني سره لیدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو امنیتي ستونزې دې د یوې ګډې کمېټې له لوري هوارې شي.
پلازمېنه کابل کې یوشمېر کارګر وايي، د بېوزلي او کار نشتون له امله اړ دي چې د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکو برابرولو لپاره د کور وسایل وپلوري.
د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د تېرو څلور ورځو پر مهال پر ۳۰۶۰ جریبه ځمکه کرل شوي چرس اړولي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي له کاناډا غوښتنه کړې چې د روسیې پر وړاندې جګړه کې تر بریا د اوکراین ترڅنګ ودرېږي.
زېلنسکي دغه څرګندونې پرون جمعه د سپټمبر ۲۲مه د کاناډا پارلمان ته د وینا پر مهال کړې دي.
په کرېکټ نړۍ کې نن بېلابېلې لوبې کېږي چې په مهمو هغو کې یې نن انګلستان له ایرلنډ او نیوزیلنډ له بنګلدېش سره لوبې کوي.
د ناروې «اف۳۵اې» دوو غبرګو جېټ الوتکو د لومړي ځل لپاره د پوځي تمریناتو پرمهال فنلنډ کې پر «موټر وې» یا د موټرو پر لویې لارې ناسته کړې.
د افغانستان بانک وايي چې نن شنبه د تلې «میزان» لومړۍ نېټه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به نن شنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون