
کندوز کې د ۲۴ کلبونو ترمنځ انټرکلب سیالۍ پیل شوې
د کندوز کرېکټ امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د ۲۴ کلبو ترمنځ د انټرکلب ۲۵ اووره سیالۍ پیل کړې چې ۳۷ ورځې به دوام وکړي.

د کندوز کرېکټ امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د ۲۴ کلبو ترمنځ د انټرکلب ۲۵ اووره سیالۍ پیل کړې چې ۳۷ ورځې به دوام وکړي.

ماشوم ته د مور د شیدو ورکړې نړیوالې اوونۍ پیل سره هممهاله د عامې روغتیا وزارت د تغذیې ریاست مسوولان وايي چې تېر یوه کال کې یې یو میلیون مېندو باندې د تقویې خواړه وېشلې دي.

د ملي پراختیا شرکت مسوولانو نن سهشنبه د زمري لسمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې یادو پروژو کې جوماتونه، د قاتحې سالونونه، لوبغالي، د پوهنتونونو لپاره لیلیې او پر کورونا د اخته ناروغانو لپاره د روغتونونو رغول شامل دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د روان میلادي کال په روانه اګسټ میاشت کې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره په سریلانکا درې یو ورځنۍ لوبه کوي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د دغه ریاست اړوند د «بلخ امبولانس» څانګه د غوره خدماتونو وړاندې کولو په موخه خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو دوه کلن ماشوم له تښتونې وروسته وژل شوی دی.
د خوست د امنیې قومنداني ویاند مستغفر ګربز وایي چې د محمد په نوم دغه ماشوم څو ورځې وړاندې تښتول شوی و چې جسد یې پیدا شوی دی.