
کندهار کې د انارګل کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه
کندهار کې د انارګل کلنۍ دودیزه مشاعره چې هر کال د انار ګل غوړېدو سره جوړېږي، دا ځل په ځنډ دغه ولایت کې جوړه شوه.

کندهار کې د انارګل کلنۍ دودیزه مشاعره چې هر کال د انار ګل غوړېدو سره جوړېږي، دا ځل په ځنډ دغه ولایت کې جوړه شوه.

کابل کې د فرانسې طبي انسټیټیوټ او د «ماشوم روغتیا» روغتون کې یوشمېر ډاکټران وايي چې هېواد کې د انومالي ماشومانو شمېر زیات شوی دی.
د کابل د ماشوم روغتیا روغتون کې د عمومي جراحي متخصص محمدحنیف تسل وايي چې په منځنۍ کچه هره ورځ دغه روغتون کې یو ماشوم له «مقعد» پرته پیدا کېږي چې دوی یې جراحي عملیات کوي.

پکتیا کې یوشمېر مالداران اندېښنه ښيي چې پاکستان څخه واردېدونکي څاروي پر ناروغیو اخته دي او له امله یې د دوی روغ څاروي پر ناروغیو د اختهکېدو له ګواښ سره مخ کړي دي. مالداران سرحدي سیمو کې په غیرقانوني توګه د واردېدونکو څارویو د مخنیوي غوښتنه کوي.

د میدانوردګ امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.
د میدانوردګ د امنیې قومنداني چارواکي وایي، پېښه پرون پنجشنبه د غبرګولي یوولسمه د دغه ولایت دویمه حصه بهسود ولسوالي اړوند د «کوتلاب» سیمه کې د مارسیډیز موټر چپهکېدو له امله رامنځته شوې ده.