د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي د افغانستان بانک وايي چې سبا شنبه د کب شپږمه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
بایډن ته د غني او عبدالله عبدالله ډالۍ؛ ارزښت یې څه باندې لسزره ډالرو ته رسېږي د امریکا «سيبياېس نیوز» رسنۍ راپور ورکړی چې د افغانستان مخکینی ولسمشر محمداشرف غني د هغو مشرانو په نوملړ کې شامل دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته یې ارزښتمنې ډالۍ ورکړي دي. د غني مېرمن رولا غني هم د بایډن مېرمنې جېل بایډن ته د ورېښمو یوه غالۍ ډالۍ کړې وه چې ارزښت یې ۱۹۲۰۰ ډالرو ته رسېږي.
بازار کې د زړو افغانیو ډېروالی؛ د افغانستان بانک: نوي بانکنوټونه مو وېشلي په داسې حال کې چې د افغانستان بانک سوداګریزو بانکونو ته د ۱۰۰ میلیونه نويو بانکنوټونو د وېش خبر ورکوي، کابل ښاریان په بازارونو کې د زړو افغاني بانکنوټونو له ډېروالي شکایت کوي. د پلازمېنې اوسېدونکې سمیرا وايي، موټر چلوونکي او هټۍوال زړې پیسې نهاخلي او په وینا یې، له صرافانو چې هم د وړو افغانیو غوښتنه کوي، نو زړې ورکوي.