د بېګباش لېګ؛ سیډني لوبډلې مېلبورن ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه د اسټرالیا د کرېکټ بېګباش لیګ د نن ورځې په لوبه کې سیډني سکسرز لوبډلې مېلبورن سټارز ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه.
بلخ کې د لاسي توکو پلورونکې: ا.ا دې ښځو او نجونو ته د کار او زدهکړو اجازه ورکړي د بلخ د روضې په شمالي دروازه کې د لاسي توکو ښځینه پلورونکې چې شمېر یې نږدې ۴۰ ته رسېږي، له اسلامي امارت غواړي چې ښځو او نجونو ته د کار او زدهکړو اجازه ورکړي. دوی سلاموطندار سره خبرو کې ویلي، اسلامي امارت باید هغو لوستو ښځو ته بېرته د کار کولو اجازه ورکړي چې له دې وړاندې یې دندې لرلې.
کابل کې څه باندې ۲۵۰ کورنیو سره د سکرو مرسته وشوه کابل کې یوشمېر ځوانانو په رضاکارانه توګه اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه د سکرو وېش پروګرام پیل کړی. تراوسه په دغه پروګرام څه باندې ۲۵۰ اړمنو کورنیو باندې سکاره وېشل شوي دي. دغه پروګرام پنجشنبه د مرغومې ۱۵مه د اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د کابینې د یوشمېر غړیو په شتون کې پیل شو.