جوزجان کې د لوی اختر نمانځنې لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په ولسوالیو او ښار کې د لوی اختر د نمانځنې او د خلکو د لا ښه امنیت په موخه په بېلابېلو سیمو کې امنیتي کمربندونه جوړ کړي دي.
میدان وردګ کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۰۰ څاروي لهمنځه تللي د میدان وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست مسوولان وايي چې د وړمې ورځې بارانونو له امله د دغه ولایت د لومړۍ حصې بهسودو ولسوالي البند سیمه کې سېلابونه راوتلي چې د کوچیانو ۳سوه څاروي یې لهمنځه وړي او له شلو زیاتې خېمې یې ویجاړې کړې دي.
کندهار او روزګان کې سېلابونو ۳۱ کسان مړه کړي د کندهار او روزګان ولايتونو په یوشمېر ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، دغو سېلابونو د خلکو څاروي هم وړي او کورونه او ګڼشمېر هټۍ یې ویجاړې کړې دي. په ورته مهال د کندهار په خانشین ولسوالي کې هم د وروستیو اورښتونو له کبله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.