ګوټرېش: د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې پر ملکيانو بریدونه منع دي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش په افغانستان کې وروستۍ چاودنې غندلي دي. هغه نن په ټویټر کې لیکلي چې دغو بریدونو د شیعهګانو په ګډون د ګڼ شمېر ملکیانو او ماشومانو ژوند واخیست.
میدان وردګ کې د مڼې گُل مشاعره جوړه شوه د میدان وردګ د مڼې گُل ۲۰ مه مشاعره د دغه ولایت د جلریز ولسوالي د سنګلاخ په تفریحي سیمه کې د لسګونو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو په ګډون جوړه شوه.
د بهرنیو چارو وزارت: د افغان ښځو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا اندېښنه بېبنسټه ده د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض په اړه د دوی اندېښنه له واقعیت څخه لرې او بېبنسټه ده.