«هغه سپینږیري دې ونیول شي چې د پوستو او مرکزونو د تسلیمۍ لامل کېږي» د بادغېس والي حسامالدین شمس د دغه ولایت امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، څو هغه سپینږیري ونیسي چې د امنیتي پوستو، مرکزونو او کمپونو د له لاسه وتلو او تسلیمۍ لامل کېږي.
سرپل کې ۶۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وايي، په دغه ولایت کې ۶۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي. د نوموړي په وینا، څو ساعته وړاندې د سرپل د مرکز اړوند په «بغاوي» سیمه کې د ملي اردو څلورم کنډک او په «سنګ توده» سیمه کې درې امنیتي پوستې له تجهیزاتو او امکاناتو سره د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
د ملي امنیت شورا: د کابل هوايي ډګر به له نړیوالو معیارونو سره سم فعال وي د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د حامد کرزي هوايي ډګر به له نړیوالو معیارونو سره همداسې فعال پاتې شي. د دغه دفتر په وینا، د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار پرون په کابل کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو سره یوځای یاد هوايي ډګر او پهکې د ناټو قومانداني لیدو ته ورغلی دی.