د ناټو سرمنشي: طالبان دې تاوتريخوالی کم او پر خپلو ژمنو دې عمل وکړي د ناټو سرمنشي افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره ليدنه کې ويلي چې طالبان دې تاوتريخوالی کم کړي او پر خپلو ژمنو دې عمل وکړي.
خلیلزاد: له طالبانو سره په ليدنه کې د تاوتريخوالي پر کمولو هوکړې ته ورسېدو افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، له طالبانو سره د ده او افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان سکاټ مېلر په څو ناستو کې منلې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په موادو د عمل او پر ټولو ژمنو د درېدو اقدامات بايد له سره تنظیم شي.