د هلمند د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د یاد ریاست په قوره کې پر لس جریبه ځمکه د غز او شین غزي نیا لګیو د روزنې هڅې پیل شوي دي.
دغه نیالګي به راتلونکی کال د یاد ولایت په ریګي او دښتي سیمو کې د زرغونولو لپاره ولګول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنې ریاست د پلان او پروګرامونو د همغږۍ مدیر قاري شفیقالله مبین وايي، دا نیالګي به په هغو سیمو کې کېنول شي چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې ګټور ثابتېدای شي.
نوموړي وویل: «یاد نیالګي د کوچیانو د استفادې، د اقلیم تغیر او د ریګونو د انتقال د مخنیوي لپاره ډېر مهم دي. سربېره پر دې، د دولتي ځمکو د حدودو په مشخص کولو کې به هم مهم رول ولوبوي.»
د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو د امریت مدیر زلمی همکار وايي، د زرګونو نیالګیو کېنول به نه یوازې د ریګي سیمو د پراخېدو مخه ونیسي او یوشمېر وچې دښتې به هم په ځنګلونو بدلې کړي.
نوموړي وویل: «یاد نیالګي د اوبو جذبولو وړتیا لري، ریګونه به ثابت وساتي، د اقلیم تغیر سره به مرسته وکړي، او له دې سره به وچې سیمې شنې شي.»
په ورته مهال یوشمېر هغه کسان چې دې برخه کې ورته د کار کولو زمینه برابره شوې، وايي، له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي.
د هلمند اوسېدونکي عبدالغفار وویل: «زه دلته نیالګي کېنوم، له حکومت څخه خوښ یم چې د کار زمینه یې راته برابره کړې، او د همدې لارې خپل د کور اړتیاوې پوره کوم.»
دا پروژه په داسې حال کې پيل شوې چې د تېرو وچکالیو له امله د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې سلګونه باغونه لهمنځه تللي دي.
د کرنې ریاست مسوولان وايي، که دغه نیالګي په سمه توګه وده وکړي، د سیمې د چاپېریال ساتنې او د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب لپاره به مهم ګام وي.