Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې روان کال د سپیو داړلو ۲۰۰ پېښې؛ پنځه کسان یې له امله مړه شوي

Street-Dogs-Afghanistan

بدخشان کې روغتیايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې روان کال «۱۴۰۲» د سپیو داړلو ۲۰۰ پېښې ثبت شوي چې له امله یې پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بدخشان کې د روغتیا نړیوال سازمان د سرویلانس مسوول صابر خاشي وايي چې یادې پېښې د روان کال پر مهال ثبت شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د بدخشان ښاروالي او روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز فیض‌اباد ښار کې یې د کوڅه ډبو سپیو د راټولولو په موخه درې ورځنی کمپاین ترسره کړی دی.

د دوی په وینا، دغه کمپاین یې د یاد ولایت د اوسېدونکو د خوندیتوب په موخه کړی دی.

د بدخشان ښاروالي د سرسبزۍ او تنظیف مدیر نثاراحمد احمدي وايي چې د فیض‌اباد په نهمه ناحیه کې یې د خلکو له پرله‌پسې شکایتونو وروسته یې د سپیو د راټولولو دغه درې ورځنی کمپاین په لاره اچولی و.

د نوموړي په وینا، دې کمپاین کې یې ۲۴۷ کوڅه ډبه سپي ټول او له‌منځه وړي چې د اوومې ناحیې اړوند رېزګان کوتل سیمه کې یې خښ کړې دي.

 سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د بدخشان د روغتیايي چارواکو په وینا، هغه کس چې د سپي له‌خوا داړل کېږي، باید روغتون ته مراجعه وکړي او واکسین ترلاسه کړي، ګنې خپل ژوند به له لاسه ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام