Asset 1SWN

د پاکستان له زندانونو ۲۰۰ افغان کډوال ازاد شول

زندانیانو ازادول

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (سې‌شنبه، وري ۲۶)  یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ ۲۰۰ افغان چې د پاکستان په بندخونو کې بندیان وو، ازاد او هیواد ته راستانه شول.

خبرپاڼه کې د تورخم فرضي کرښې د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ویل شوي چې یاد شوي کسان د پاکستان بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له ۱۵ ورځو تر ۶ میاشتو پورې بندیان وو.

دغه افغانان هېواد ته تر راتلو او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته، خپلو اصلي مېنو ته لیږدول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د پاکستان له زندانونو سلګونه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه افغان کډوال داسې مهال د پاکستان له زندانونو خوشې کېږي چې د پاکستان حکومت دغه هېواد کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې.

د ملګروملتونو د ورستیو شمېرو پر بنسټ د روانې اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې تردامهاله شاوخوا ۵۰ زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام