Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند پوهنتون کې په ۲۵ میلیونه افغانۍ ۲.۴ کیلومټره سړکونه رغول کېږي

بلدوزر- کار- سړک

د هلمند په دولتي پوهنتون کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د داخلي سړکونو د «سفالټ چارې» په چټکۍ سره روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې، ښوونکو او زده‌کړیالانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې پروژې ټولییز اوږدوالی ۲.۴ کیلومتره دی او موخه یې د پوهنتون دننه د ګرد، خاورو او خرابو لارو ستونزې له‌منځه وړل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد وایي: «د سړکونو د سروې چارې مخکې بشپړې شوې او اوس مهال یې د لومړنیو طبقو جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي. د پروژې کیفیت ته جدي پاملرنه کېږي او دوه شرکتونه چې دا پروژه عملي کوي، د هغو پر فعالیتونو له نږدې څار کېږي.»

د نوموړي په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پوهنتون چاپېریال عصري او پرمختللی شي چې دا به د زده‌کړو په بهیر او عمومي فعالیتونو مثبتې اغېزې ولري.

نوموړي وویل: «راتلونکي کې د پوهنتون د بېلابېلو چوکونو لپاره ښکلي ډیزاینونه په پام کې دي او ګڼ‌شمېر نورې زېربنایي پروژې هم پلان شوې چې ځینې یې تر کار لاندې او د ځینو لومړنۍ چارې روانې دي.»

د هلمند پوهنتون زده‌کړیالان هم هیله ښيي چې د یادو پروژو په پلې‌کېدو سره به د زده‌کړو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته شي.

د یاد پوهنتون یوه زده‌کړیال محمدامین وویل: «موږ په پوهنتون کې د سړکونو د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ وو، خو اوس هیله لرو چې دا پروژه زموږ ژوند ښه کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هلمند پوهنتون مسوولان باور لري چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به پوهنتون د سیمې یو معیاري او پرمختللی تعلیمي مرکز وګرځي. د دوی په وینا، دا ګامونه د پوهنتون د بنسټیز پرمختګ لپاره خورا ارزښتناک دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام