Asset 1SWN

سلام وطندار

استرالیا کې ۲.۳ ټُنه کوکاین نیول شوي

AP24337159637358-1-1733118221

اسټرالیا کې پولیس وايي چې د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو په زیاته اندازه کوکاین او په تړاو یې، ۱۳ کسان نیول شوي دي.

د نیول شویو کوکاینو اندازه ۲.۳ ټُنه ښودل شوې چې ارزښت یې، ۷۶۰ میلیونه اسټرالیايي ډالرو ته رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسټرالیا فدرال پولیسو نن دوشنبه، دسمبر دویمه ویلي چې دغه کوکاین په کوېنز‌لنډ کې ساحل ته په ۱۸ کیلومټرۍ کې په یوه کښتۍ کې نیول شوي دي.

د فدرال پولیسو قومندان سټیفان جې ویلي: «له اقیانوس د څه باندې دوه ټُنه کوکاینو راټولول د دې ښکارندوي کوي چې جنایت‌کاره ډلې د خپلې ګټې لپاره هر څه کوي. هر هغه څوک چې په دې کې لاس ولري، نه یوازې خپله ازادي ګواښي، بلکې خپل ځان هم له ګواښ سره مخ کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اسټرالیا پولیسو ۲۰۲۳ او ۲۴ کلونو کې ۳۱.۳ ټُنه نشه‌يي توکي کشف او نیولي او همداراز یې، نړیوالو چارواکو سره د ۴۱.۸ تُنه نشه‌يي توکو په نیولو کې هم مرسته کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام