Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې د سېلابونو پرمهال ۱۹۴ کسان مړه شوي

2پاکستان کې سېلابونه

پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمال کې د موسمي بارانونو، ناڅاپي سېلابونو راوتو او ځمکې ښوویېدو له امله، شاوخوا ۱۹۴ کسان مړه شوي.

د پاکستان د بحران مدیریت سازمان یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان تېره ورځ جمعه ـ اسد ۲۴ وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې تر ټولو ډېر ۱۸۰ کسانو ته خیبرپښتونخوا ایالت کې تلفات اوښتي.

همدارنګه ۵ کسان ګلګت ـ بلتستان او ۹ کسان د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمېر کې وژل شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پاکستان دولت تایید کړې چې یوه پوځي چورلکه یې خیبرپښتونخوا ایالت کې د ژغورنې ماموریت پرمهال د هوا خرابوالي له امله غورځېدلې او پنځه واړه سپرلۍ یې وژل شوي.

ورته وخت کې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې راتلونکو ورځو کې د دغه هېواد د شمال لوېدیځ سیمو لپاره د سختو بارانونو خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې زیان‌لیدونکو سیمو کې له غیرضروري حضور څخه ډډه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام