د اوکراین پوځي چارواکي وايي چې بېګاه شپه د روسیې لهخوا د یاد هېواد پر بېلابېلو سیمو ۶۷ ډرون وېشت شوي چې دوی ۵۸ بېپېلوټه الوتکې غورځولې دي.
د اوکراین هوايي ځواک یوه بیان کې ویلي چې دغه ډرون یې، په ۱۱ بېلابېلو سیمو کې وېشتلي او راغورځولې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ځینو وېشتل شویو ډرون پاتې شونې کېیف کې د پارلمان مختې هم موندل شوې دي. د هوايي ځواک په بیان کې همداراز راغلي چې دغه توغندي د روسیې له دوو پولو د اوکراین پر لورې وېشتل شوې دي.
د روسیې لهخوا وېشتل شوي ډرون په ساعت کې ۲۰۰کیلومتره چټکتیا لري او د اوکراین هوايي ځواک سېسټم یې، له دې امله نهشي، په نښه کولای چې په ډېره ټيټه ارتفاع کې حرکت کوي او د توغندي په پرتله لږه تودوغه لري.
له هغه وخت راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی، دغه هېواد د اوکراین پر بېلابېلو سیمو زرګونه ډرون او توغندیز بریدونه کړې دي.