Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د پېژندپاڼو وېش له لارې ۱۹میلیونه افغانۍ عواید ټول شوي

تذکره-الکترونیکی

د لوګر د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولان وایي چې د روان ۱۴۰۴کال له پیل راهیسې د برښنایي او کاغذي پېژند‌پاڼو د وېش له لارې څه باندې ۱۹ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

د دغه ریاست رییس قاري نجیب‌الله نظامي په پل‌علم کې خبریالانو ته وویل چې د روان کال له پیل څخه تراوسه، په لوګر کې ۲۱زره او ۵۴۸ کسانو ته برښنایي پېژندپاڼې او له ۱۳زرو څخه زیاتو نورو کسانو ته کاغذي او مثني تذکرې وېشل شوي چې له همدې درکه یاد عواید ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په همدې موده کې ۷زره او ۳۸۸ کسانو ته د پېژندپاڼو د اصلاح، د فوتي راپورونو او د ماشومانو د زېږون کارتونو د وېش په برخو کې هم اړین خدمات وړاندې شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د احصایې او معلوماتو رییس زیاته کړې چې اوس مهال د پېژندپاڼو د وېش او د دې ادارې د نورو اړوندو خدماتو په برخه کې مراجعینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست هم د ۱۴۰۴کال په لړ کې څه باندې ۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام