ترکي پولیسو ویلي چې د «چاناکقلعه» ښار سواحلو ته نژدې یې ۱۸ افغان پناهغوښتونکي نیولي دي.
د «سيانان» اژانس ترکي برخې نن (یکشنبه، جوزا ۱۸) راپور ورکړی چې د نیول شویو افغانانو ډله کې ۶ ماشومان هم حضور لري.
د راپور پر اساس، د ترکي ځواکونو عملیاتو کې د اذربایجان هېواد یو وګړی د انسان قاچاق په تور نیول شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ترکیې ساحلي ګارد زیاته کړې چې دغه ۱۸ ناقانونه افغان کډوال له اداري طی مراحلو وروسته، د کډوالو د منلو او لېږد مرکز ته استول شوي دي.
د یادونې ده چې ترکي پولیسو تر دې وړاندې هم سلګونه غیرقانوني افغان کډوال نیولي او بیرته افغانستان ته ګرځولي دي.