پکتیا او خوست کې چارواکي وايي چې د یادو ولایتونو د ځنګمېشتو سیمو پر ۱۷۶ کورنیو باندې «لمریز نغري» وېشل شوې دي.
د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې احمدابا ولسوالي کې د ځنګلونو پرېکولو مخنیوي په پار یې، د ځنګلدارۍ ټولنو باندې ۸۸ لمریز نغري وېشلې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه لمریز نغري د اړیکو دفتر موسسې «TLO» لهخوا ورکړل شوې دي.
په خبره پاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې یاد نغري ترویج کړي، څو نور خلک هم ګټه ترې واخلي او د ځنګلونو پرې کولو مخه ونيول شي.
بلخوا د خوست کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې تېره ورځ یې د اړیکو دفتر موسسې د ځنګلونو بیارغونې او خوړو خوندیتوب پروژې په ترڅ کې د تڼیو ولسوالي ورژلې درې د کمکۍ مڼۍ سیمه کې ٨٨ کسانو ته لمریز نغري وېشلې دي.
خبرپاڼه کې ويل شوي چې د لمريزو نغریو وېش موخه او ګټه دا ده چې د خلکو د لرګیو په مصرف کې به کموالی راشي، د ځنګلونو د پرېکولو څخه به مخنیوی وشي او بلخوا د پخلي پرمهال به له لوګي وژغورل شي.