Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې د نهو میاشتو پرمهال ۱۶۵ کارخونو په فعالیت پیل کړی

3a811603-ddbf-4062-a5d5-4335cf5e779b

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو نهو میاشتو پرمهال ۱۶۵ کوچنیو او لویو کارخونو په فعالیت پیل کړی دی.

د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وايي، یادې کارخونې د غذايي توکو، ودانیزو محصولاتو، کیمیاوي توکو او نورو برخو کې تولیدات کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، نږدې راتلونکې کې به د یاد ولایت د صنعتي ښارګوټي د پنځم فاز ځمکې پانګوالو ته ورکړل شي چې ادارې چارې یې، بشپړې شوي دي.

د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي ټينګار کوي چې د خامو موادو د تعرفو کمښت او د صنعتي ماشینونو د مالیو معافیت، هغه څه دي چې د پانګوالو د جذب لپاره ترسره شوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هرات د هېواد په لوېدیځ کې پروت هغه ولایت دی چې ګڼ‌شمېر تولیدي کارخونې پکې فعالیت لري او د هېواد سربېره، بهر ته هم ترې صادرات کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام